پنجګور کې بمي چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۳ ژوبل کړي دي

په بلوچستان کې بلوڅ وسلوال وخت ناوخته د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په بلوڅ مېشتې پنجګور سيمه کې بمي چاودنې لږترلږه دوه تنه وژلي او ۱۳ نور يې ژوبل کړي دي.

د پولیسو یو ځايي مشر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر پینځمه د امنیتي سرتېرو یوه قافله په پنجګور ښار کې پر تېرېدو وه چې په موټر سایکل کې اېښودل شوي بارودي مواد وچاودېدل.

پولیس وايي د بمي چاودنې له امله پوځي سرتېرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې او یوازې ولسي کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې بمي چاودنې ذمه واري نه ده منلې.

په بلوچستان کې زیاتره وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او بیا دواړه غاړې د مرګژوبلې په اړه متضادې ادعاوې کوي.

مشال راډیو نه د پاکستان د امنیتي ځواکونو او نه هم د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د ادعاوو په خپلواکه توګه پخلی کولای شي.