په بلوچستان کې چارواکي وايي چې د ۴ کسانو مړي یې موندلي دي

د بلوچستان په پښتون مېشته موساخېل ضلعه کې د داسې څلور کسانو مړي میندل شوي دي چې په ډزو وژل شوي دي.

د یادې ضلعې مرستيال کمېشنر نجيب الله کاکړ د جنورۍ پر پينځمه مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په ګوليوو ويشتل شوي، هغه کسان د کومې وسله والې ډلې غړي ښکاري.

نجیب الله کاکړ دا نه دي ويلي چې د کومې ډلې دي خو هغه زیاته کړې چې مړي يې د شناخت لپاره د کنګرۍ روغتونه ته وړي دي.

په بلوچستان کې ګڼې وسله والې ډلې فعالې دي چې له یو بل سره وخت ناوخت نښتې کوي.

هلته د بشري حقونو بلوڅ فعالان د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د لادرکه کسانو د وژلو او مړو غورځولو تور هم پورې کوي. خو امنيتي ادارې او حکومت دا دعوه ردوي.