ایران پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو غندنه وکړي کوم چې د ایران په وینا "دوی ته دهړکه ده."
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په اشاره غوښتنه کړې چې یاد سازمان باید د هغو "ناقانونه دهړکو" غندنه وکړي.
د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې ایرواني د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي انتونیو ګوتیریش او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو غږ کړی چې ویلي چې "په یوه خوله او څرګند ډول د ټرمپ بې پروا او پاروونکې څرګندونې وغندي"
امير سعيد ارواني د امریکايي ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې "د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو یوه جدي سرغړونه" بللې ده.
دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر دویمه پر ټروت سوشل نومي خپله ټولنیزه پاڼه په یو بیان کې د مظاهره چیانو ځپلو پرسر ایران ته خبرداری ورکړ.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې که ایران مظاهره چیان ووژني نو دوی به یې ژغورنې ته ودانګي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي وو، "که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، امریکا به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي." ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نورو معلوماتو ورکولو پرته لیکلي چې "امریکا د اقدام لپاره چمتو ده."
ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی دی چې په ایران کې د ګرانۍ پرضد د راوتلو خلکو احتجاجونه دویمې اونۍ ته اوړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکرټر علي لاريجاني د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته پر اېکس پاڼه په خپل بيان کې ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ.
هغه وویل چې دوی د احتجاج کوونکو او ګډوډۍ رامنځ ته کوونکو په منځ کې فرق کوي.
لاریجاني ولیکل، "ټرمپ باید پوه شي چې په دې داخلي مسله کې د امریکا لاسوهنه به د ټولې سیمې بې ثباته کول او د امریکا ګټې له منځه وړل وي."
نوموړي زياته کړې چې "امریکایان باید پوه شي چې ټرمپ دا کمپاين پیل کړی دی او دوی باید د خپلو سرتیرو د خوندیتوب په اړه فکر وکړي."
په ایران کې خلک د زیاتې شوې ګرانۍ او د ډالرو په مقابله کې د ایراني ریال بې سارې پرېوتو پرضد د اګست له ۲۸مې په داسې شمېر کوڅو ته راوتلي چې ویل کېږي د ایران حکومت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۵م کال کې اته لاکه ایراني ریاله د یوه امریکايي ډالر برابر وو خو اوس یې ارزښت دومره لوېدلی دی چې ۱۴ لاکه ایراني ریال د یوه امریکايي ډالر برابر دي.
ایرانیو رسنو او نړیوالو بشري حقونو ډلو د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د يوشمېر کسانو وژل کېدو او لسګونه نورو ټپي کیدو خبر ورکړی دی. خو په حکومت پورې تړلې رسنۍ بیا د ګرانۍ پرضد راوتل خلک بلواګر بولي.
یو شمېر رسنيو او د بشري حقونو لپاره کارکوونکو نړيوالو ډلو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه لا ادعا کړې وه چې په ایران کې د مظاهره چيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي او لږ تر لږه ۱۲۰ مظاهره چیان نیول شوي هم دي.
ايرانيو چارواکو د دې رپورټونو پخلی نه دی کړی. مشال راډيو په خپلواکه توګه د دې مرګ ژوبلې پخلی نشي کولای.