په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي دي چې په ۲۰۲۵م کال کې د پاکستان او امریکا اړیکې مثبت خوا ته روانې شوې دي.
د پاکستان سرکاري راډيو د جنورۍ پر دریمه خبر ورکړی دی چې نوموړي دا څرګندونې په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان په سفارت کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
رضوان سعید شیخ ویلي چې د ده په وینا، "تاریخ د دې حقیقت شاهد دی چې هرکله پاکستان او امریکا سره یوځای شوي، پایلې یې مثبتې وې."
هغه وویل چې د امریکا د اوسنۍ واکمنې ادارې له واک ته رسیدو سره سم، د دواړو هیوادونو د لوړ پوړې مشرتابه ترمنځ اړیکو مثبت تاثیر رامینځته کړی دی.
هغه وويل چې په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټیکنالوژۍ، روغتیا، تعلیم او ترهګرۍ سره د مبارزې په څیر برخو کې به دواړه هيوادونه له یو بل سره اړيکې لا پیاوړې کوي.
په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ روانو خبرو اترو ته په اشارې، هغه وویل، "د پاکستان هڅه دا ده چې په ټولو برخو کې همکاري په اداري او ښه تنظیم شوي ډول پرمخ بوځي."