سعودي کې د بازانو د ښکلا او ځغل سيالي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سعودي عرب کې د پاچا عبدالعزیز د باز پالنې فېسټیوال روان دی، چې پکې د "الملوح" د ځغل سیالي او د "مزاین" د باز ښکلا سیالي د فېسټیوال اصلي برخه ده. د سیالیو ټول انعامونه تر لس میلیونه ډالرو رسېږي. ګډونوال وايي باز پالنه د دوی د نیکونو میراث دی. ګل اياز د رويټرز اژانس له ويډيو رپورټ جوړ کړی دی.