افغانستان د امريکا له هغو ۲ اربه ډالر بې برخې شوی چې ملګرو ملتونو ته منظور شول

په کابل کې ښځې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام مرستو ته ولاړې دي - انځور له ارشیفه

امريکا د ملګرو ملتونو د بشري کارونو لپاره دوه اربه ډالر ورکول منظور کړي خو وايي چې له هغو پیسو به افغانستان او يمن څه ترلاسه نه کړي.

د بهرنیو مرستو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جرمي لیون او د ملګرو ملتونو د بیړنيوو مرستو مشر، ټامر فليچر د دیسمبر پر ۲۹مه، په جېنېوا کې خبریالانو ته وويل چې دا پیسې به د بشري کارونو لپاره کارېږي.

ليون زیاته کړه چې افغانستان او یمن ته به له دې فنډ څخه ځکه څه نه ورکول کېږي چې په وينا یې "واشنګټن شواهد لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو یوه برخه طالبانو ته رسېدلې ده".

هغه همدراز وویل چې له امريکايي پيسو به په يمن کې هم کار نه کېږي: "ولسمشر ډانلډ ټرمپ به هیڅکله دا ونه زغمي چې د امریکا د ټیکس ورکوونکو یو ډالر هم د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي."

تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د ملګرو ملتونو چارواکو د امريکايي چارواکو د هغو بیانونو په اړه څه نه دي ويلي.

امريکا په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۱۷ اربه ډالر ورکړي وو. ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې ملګرو ملتونو ته د نوي طریقه کار له مخې فنډ ورکوي او دا پیسې به تر پخوا ډېرې کمې وي.