د کراچۍ پولیس وایي د یوې افغانې ښځې او د هغې د درې ماشومانو مړي یې له یوه کوره موندلي دي.
د کراچۍ ښار د سوراب ګوټ پولیس تاڼې مشر ایس ایچ او روف الله د ديسمبر پر ۲۸ مه مشال راډیو ته وویل چې هغه ښځه فاطمه نومېږي چې د نجيب الله په نوم یو پاکستاني سره یې واده کړی وو او د هغه دويمه مېرمن وه. د روف الله په وينا نجیب الله نيول شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي چې هغه ښځه او ماشومان څنګه وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، فاطمه شاوخوا ۳۵ کلنه ده. د هغې په ماشومانو کې ۱۱ کلنه سونم بي بي ،۳ کلنه ارزو بي بي او ۲ کلن ارمان الله شامل دي۔
چارواکي وايي، د ښځې او ماشومانو مړي د قانوني کارروایې لپاره د کراچۍ عباسي شهید روغتون ته لېږدول شوي دي.