د خیبر پښتونخوا په سوات کې خلکو د یو احتجاجي مظاهرې پرمهال تور پورې کړې چې د پنجاب پولیسو یې دوه تنه وژلي دي.
مظاهره چیان د ډېسېمبر پر ۲۵مه ماښام مهال د سوات په نشاط څلورلاره کې د وژل شویو کسانو له مړو سره را غونډ شوي وو، د سوات او پنجاب پولیسو پرضد یې شعارونه ورکول.
دوی وویل چې د اکرام او شعېب په نامه د سوات د کوکارې دا دوه تنه د پنجاب په ګوجراواله کې پولیسو وژلي دي.
د وژل شوي اکرام ورور فرمان خان مشال راډیو ته وویل، "د پنجاب پولیسو ځان سره دوې ورځې ساتلی او په دریمه شپه یې په جعلي مقابله کې وژلی دی، لاس او پښې یې ور مات کړي، جامې او پیزار یې نشته."
فرمان خان د پوښتنې په توګه زیاته کړه چې ، "زه تپوس له چا وکړم، د سوات ایس پي وايي زه ستاسو تپوس نه شم کولای او د سوات د پولیسو مشر مو پوښتنه نشي کولای."
د دویم وژل شوي شعېب ورور عباس خان خبریالانو ته وویل چې روغ رمټ ورور یې د دې لپاره پولیسو ته حواله کړی وو چې په عدالت کې به پرې مقدمه چلېږي.
نوموړي هم تور پورې کړ چې د پنجاب پولیسو یې پر ورور او د هغه پر ملګري تشدد کړی او بیا یې په "جعلي مقابله" کې وژلی دی.
نوموړي د سوات پولیسو ته په اشاره وویل، "زما ورور شعېب یې پر سر ویشتی دی، زه تاسو ته سوال کوم چې په خپله یې وژنی خو د پنجاب پولیسو ته یې مه ورکوئ."
فرمان خان او عباس خان دا ونه ویل چې وروڼه یې په کوم تور کې پولیسو ته سپارلي وو خو د انصاف غوښته یې وکړه.
د سوات پولیسو ویاند ناصر کریمي د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دا "دوه ملزمان" وو او د ځايي عدالت د جج په امر په "قانوني توګه" د ډېسېمبر پر اتمه "د پنجاب پولیسو ته سپارل" شوي وو."
نوموړي د دې کسانو وژل کېدو ته په اشاره وویل چې دوی په وروسته رامنځ ته شوو پېښو خبر نه دي.
د پنجاب د ګوجراوالې پولیسو په یو بیان کې ویلي چې د سوات د کوکارۍ دا کسان د قتل په یو مقدمه کې پولیسو ته مطلوب وو او بیا له پولیسو د تېښتې پر وخت وژل شوي دي.