د ترکیې یوه کرنیزه سیمه کې لویې کندې ولې جوړېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تېرو کلونو کې د ترکیې په مرکزي زراعتي سیمو کې کروندګر له یوې بلې لویې ستونزې سره مخامخ شوي دي. د قونیې ولایت د کاراپینار په پټیو کې سلګونه لویې او ژورې کندې جوړې شوې دي. ځمکپوهان وايي، د دې کندو جوړېدو لامل اوږدمهاله وچکالي، د ځمکلاندې اوبو سطحې ټیټېدل او د کرنې لپاره له قانوني حده د زیاتو څاګانو (کوهیانو) کیندل دي. دوی وايي، دا کندې د اب و هوا یا اقلیمي بدلون یوه څرګنده نخښه ده چې کروندګر یې زښت اندېښمن کړي دي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.