په کراچۍ کې د ۱۲ چینايانو په ګډون ۱۷ تنه د درغلیو په تور نیول شوي

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم څو ځله چینايي وګړي د ناقانونه کړنو په تور نیولي دي.

په پاکستان کې د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې - نیشنل سایبر کرایم انویسټیګېشن ایجنسۍ - ويلي چې د ۱۲ چینايي وګړو په ګډون یې ۱۷ کسان نیولي دي.

پر دې کسانو تور دی چې د انټرنيټ له لارې یې د جعلي کاروبار په نامه له خلکو په کروړونو روپۍ اخیستې دي.

د یادې ادارې یو چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا کسان یې د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه د کراچۍ ښار په ډیفينس سیمه کې نیولي دي.

ده وویل چې له نیول شویو کسانو څخه "ډېر مهم او حساس ډیجیټل معلومات ترلاسه شوي چې پر بنسټ به د دې مالي درغلۍ د شبکې پرضد نورې قانوني چارې هم ترسره شي."

دې چارواکي وویل چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دې نیول شويو کسانو د "پونزي سکیم" له لارې د درغلیو یوه پراخه او منظمه شبکه چلوله.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د هغو ۳۰۰ کسانو ریکارډ ترلاسه کړی دی چې د چینایانو په مشرۍ دې ډلې ترې ۱۱ کروړه روپۍ د پانګونې په پلمه اخیستې دي.

د نیول شویو کسانو خلاف درج شوی ایف ای ار



چارواکي زیاته کړه چې دا ټول کسان د ډېسېمبر بر ۲۰مه عدالت ته وړاندې کړل شوي وو او اوس د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې ته په ریمانډ سپارل شوي دي.

هغه دا هم وویل چې "د دې قضیې د پلټنو کړۍ نوره هم پراخېږي او له دې نیټ ورک سره تړلي نور کسان هم تر څار لاندې دي او ډېر ژر به ونیول شي."

د چین د حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

په پاکستان کې د درغلیو په تور د چینايي وګړو نیول کېده لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې د ۲۰۲۵م کال د جولايي پر ۱۵مه نېټه هم د پنجاب په فیصل اباد کې چینايي وګړي د ناقانونه کړنو په تور نیول شوي وو.

د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې هلته د دوايي جوړونکې فابریکې په نامه داسې جعلي مرکز نیولی وو چې په ظاهره یو صنعتي یونټ و خو په حقیقت کې پکې یو غیرقانوني نړیوال کال سنټر فعال وو.

د نیول شویو کسانو خلاف درج شوی ایف ای ار

د یادې ادارې چارواکو هغه مهال هم ۱۲ چینایي وګړي نیولي ول او ګڼ کمپیوټرونه، سرورونه او د خلکو د بانکونو معلومات یې ترې ترلاسه کړي وو.

د پاکستان د وفاقي تحقيقاتو ادارې د ريکارډ له مخې، د ۲۰۲۵م کال د جولايي پر ۱۰مه د اسلام اباد په ایف ۷ کې یو ناقانه کال سنټر نیول شوی وو چې پکې اته چینایي وګړي هم شامل وو.

د چارواکو په وینا، په هغه مرکز کې د جعلي انشورنس پالیسو او پانګونې په نوم اروپایي وګړي تېراېستل کېده.

تر هغه وړاندې د ۲۰۲۵م کال د جولايي پر پینځمه نېټه د کراچۍ په ډيفنس سیمه کې د چاپې پر مهال شپږ چینایي وګړي نیول شوي وو چې امریکایي وګړي به یې د جعلي قرضو په نوم غولول او په دې اړه کڼو غير ملکي وګړو شکاياتونه هم کړي وو.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې چارواکي وايي، دا کال سنټرونه داسې کسان لرې چې په بېلابېلو ژبو خبرې کولای شي او ځانونه د بانکونو یا انشورنس کمپنیو استازي معرفي کوي او د خلکو شخصي او بانکي معلومات ترلاسه کوي او بیا ترې پیسې وباسي.