د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د خیبرپښتونخوا په کرک کې د وسلوالو په برید کې لږترلږه پنځه پولیس وژل شوي دي.
د کورنيوو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی دی او د وژل شویو پولیس سرتېرو نومونه یې، شاهد اقبال، سميع الله، محمد ابرار، عارف خان او صفدر یاد کړي دي.
د پاکستان سرکاري خبري اژانس د کرک د پولیسو مشر سعود خان له خولې ليکلي چې دا سرتېري د ډېسېمبر پر ۲۳مه هغه مهال ووژل شول کله چې وسله والو په ګورګورۍ سيمه کې پر ګزمه بوختو پولیس ګاډو برید وکړ.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده منلې. کرک هم د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې وخت ناوخته پکې د وسلوالو له خوا پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د صوبې په یو شمېر سیمو کې امنیتي حالات تر پخوا خراب شوي او خلک یې له ناامنۍ سر ټکوي او پر حکومت غږ کوي چې دوی ته تحفظ ورکړي.
حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات دوام لري.
د ناامنۍ پېښې زیاتره وخت په قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه جنوبي ضلعو کې رامنځ ته کېږي.
دا هم وګورئ:
اتمانزو جرګه شمالي وزیرستان کې د امن پاڅون کويپه بنو کې امنیتي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۱مه دعوه کړې وه چې د وسله والو د يو قومندان په ګډون یې ۵ وسلوال وژلي دي.
په بنو کې د پولیسو د احمدزیو تاڼې چارواکو رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې وه چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شویو عملیاتو کې یې ۵ وسلوال وژلي دي.
د دوی په وینا، په وژل شویو کې د کمانډر حاضر په نوم د وسلوالو یو قومندان هم دی. خو په بیان کې دا نه وو راغلي چې دا وسلوال د کومې ډلې وو او نه یې د وژل شوو مړي رسنیو یا خپلوانو ته ښوولي دي.
مشال رېډیو د دې دعوې تصدیق نه شي کولای او نه هم تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې وسلوالې ډلې څه ویلي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د دیسمبر پر ۱۳مه د بنو په مامندخېلو (مهمندخېلو) کې پر یو دوکان د پوځ په ډرون برید کې د یوې وسلوالې ډلې قومندان او درې ماشومان ووژل شول.
د هغو ضلعو اوسېدونکي اکثر د حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي. خو پوځ ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي. پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.