د پښتو ژبې سندرغاړې قمرو جانه د خیبر پښتونخوا په مردان کې وفات شوه او د دیسمبر پر ۲۱مه، خاور ته وسپارل شوه.
د قمرو جان يو ګاونډی معين علي د دیسمبر په ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې نوموړې له ډېرې مودې راهیسې ناجوړه وه او تر مرګ ورویته د شاه ډنډ بابا مقبره کې خاورو ته وسپارل شوه.
قمرو جانه د مردان په پارهوتي کې زيږیدلې وه. نوموړې په ۱۹۶۵م کال کې په باقاعده توګه سندرې ويل پيل کړې وي او په زرګونو سندرې یې ويلي دي. د هغې ګڼې چاربیتې، سندرې او ټپې د ريډيو پاکستان په پېښور سټېشن کې ثبت شوې وې.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سندرغاړې قمرو جانې د بېوسۍ ژوند
د قمرو جاني د وفات په اړه د مردان ضلعي لپاره د فنکارانو د فلاحي تنظيم مشر او سندړغاري، جليل شبنم د دیسمبر پر ۲۲مه، مشال راډيو ته وويل چې د هنر سره تعلق لرونکي خلک د ټولنې لخوا له سختو مشکلاتو سره مخامخ وي او په تېره بیا د ښځينه هنرمندانو ستونزې لا نورې ډېرې وي. خو د هغه په وينا قمروجانې دغه دروند بار پر اوږو اخیستی وو او په ښه طريقه یې خپل هنر پر مخ يووړ.
د قمرو جانې خور باچا زرین جان هم سندرغاړې وه. دواړو تر ډېره پورې داستانونه، چاربیتې، بدلې او ټپې ويلې دي.
قمرو جانې په دې وروستيوو کې ځينې سندرې په خیبر ټيليويژن کې هم ثبت کړې وي. د هغه ټيليويژن جنرل منيجر جمشيد علي خان د دیسمبر پر ۲۲مه، مشال راډيو ته وويل چې قمرو جاني د پښتو موسيقي لپاره نه هيرېدونکي خدمات تر سره کړي او دغه شان فنکاران په پيړو کي يو ځل پيدا کيږي.
ځوان هنرمندان وايي د قمروجانې سندرې یې په دې هم خوښې دي چې هغه مهال کمپيوټرونه او نور د غږ پاکولو اوزار نه وو نو هر چا به چې سندرې ويلي، په طبیعي غږ کې وې.
سندرغاړي، ډاکټر کرن خان په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې په کوم انداز قمرو جانې نیمکې، ټپې او ربعيانې ويلي دي، په پښتو موسیقۍ کې یې ساری کم لیدل کېږي.