بلوچستان کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۹ افغانان وژل شوي دي

له افغانستان سره نيږدې، په بلوچستان کې يو امنيتي سرتېری د لارې څارنه کوي - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په چاغي کې د موټرو په ټکر کې ۹ افغانان وژل شوي او ۱۰ ژوبل شوي دي.

د چاغي د پولیسو د مشرمحمد شریف کلهوړو د دیسمبر پر ۲۱مه، رسنیوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې په هغه ورځ يو مسافر وړونکی ګاډی د تېلو يو ټانکر سره ټکر شو او دغه مرګژوبله یې رامنځته کړه.

پولیس زیاتوي چې له لومړنيوو څيړنو معلومه شوې چې هغه افغانان له افغانستانه، د بلوچستان له لارې ايران ته پر لاره وو او په قاچاقي ډول هلته تلل.

کلهوړو په خپل بیان کې زیاته کړې چې د هغو افغانانو مړي یې له دالبندین سره نيږدې پر پوله، افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ته سپارلي دي.