امريکا وايي له پاکستان مننه کوي چې غواړي "د غزې د امن ساتنې ځواک ته پوځ" ولېږي

روبيو په اسراييلو کې يوې غونډې ته د خبرو په مهال - انځور له ارشیفه

د امريکې بهرنيوو چارو وزير مارکو روبیو وايي د پاکستان د هغه وړاندیز مننه کوي چې وايي غزې ته به پوځ ولېږي.

د دیسمبر پر ۲۰مه، په واشنګټن کې د روبیو د خبري غونډې په مهال يو خبریال له هغه وپوښتل چې "امریکا له پاکستانه غزې ته د پوځ د لېږلو غوښتنه کړې نو ايا پاکستان راضي شوی چې د امن لپاره، خپل ځواکونه غزې ته واستوي؟" روبیو یې په ځواب کې وويل: "هو، خو ګوره هغه ټول هېوادونه چې موږ ورسره په دې اړه خبرې کړې دي، غواړي په مشخص ډول پوه شي چې کار به یې څه وي او د فنډينګ (د پیسو د ورکړې) میکانیزم به څنګه وي."

روبیو زیاته کړه: "موږ د پاکستان ډېره مننه کوو چې وړاندیز یې کړی چې په دې کې برخه واخلي. یا لږ تر لږه دا چې د ګډون په اړه یې د غور کولو وړاندیز کړی دی. زما په اند، مخکې له دې چې له چا څخه په ټینګه ژمنتيا واخلو، هغوی ته بايد لا نوره تشريح ورکړو. خو زه ډېر ډاډه یم چې داسې هېوادونه شته چې د دې مسلې ټولو اړخونو ته د منلو وړ دي او چمتو دي چې د ثبات ساتنې د ځواک برخه شي. که پاکستان پکې د ګډون موافقه وکړي نو نو بې‌ شکه چې مهم رول لري. خو زما په فکر، هغې مرحلې ته تر رسېدو مخکې بايد موږ هغوی ته لا نور ځوابونه [معلومات] ورکړو."

تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او حکومت په دې اړه اړه څه نه دي ويلي. خو تر دې مخکې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو چې د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سولې هڅې ستايي او هغه ته بايد د غزې د جګړې ختمولو لپاره د سولې نوبیل جایزه ورکړل شي.

د غزې د سولې او د نړيوالو ځواکونو وروستلو پلان

امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو د اکتوبر پر ۱۳مه د مصر په شرم الشيخ کې د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړې وه. په دې اقدام سره د اسراييلو او حماس ترمينځ په غزه کې څه باندې دوه کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده.

پر ټرمپ سربیره د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. په شرم الشيخ کې جوړه شوې هغه سرمشريزه کې د بریتانيې وزيراعظم کيير سټامر، د جرمني وزيراعظم فيدريش مرڅ، د فرانسې ولسمشر ايمانویل مېکرون، د اردن پاچا دویم عبدالله او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون کړی وو.

ټرمپ د سیپتمبر پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې د اسراييلو له وزيراعظم بنیامين نتنیاهو سره یو ځای، د غزې جګړې د پای ته رسېدو او تر جنګ وروسته هلته د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یو ۲۰ مادییزه پلان وړاندې کړ. په هغه پلان کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به "د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم هلته ځای پر ځای شي. نتینياهو ويلي وو چې دا فیصه به اسراييل کوي چې غزې ته کوم هېواد ځواکونه ولېږي.

ملګرو ملتونو د یو پرېکړه ليک په راوړلو سره، دا پلان د نومبر پر ۱۷مه، تصویب کړ. پریکړه لیک یو نړیوال ځواک ته واک ورکوي چې په غزه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروسه پلي کړي، چې پکې به د وسلو راټولول او د پوځي زیربناوو ویجاړول شامل وي.

حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل. تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر ۶۶۰۰۰ زیات کسان ووژل شول چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي. په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.