د عثمان هادي په ځوانیمرګۍ د ډاکې ښار په ویر دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنګلادېش کې د وژل شوي ځوان جنازه کې لسګونه زره خلکو ګډون وکړو دا ځوان ۳۲ کلن عثمان هادي نومېده چې د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې یې د پخوانۍ وزیراعظمې شېخ حسینې واجد په ختمولو کې مهم رول لوبولی وو. نوموړی د روان کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډاکه کې په یو برید کې تر ژوبلېدو وروسته، د ډېسېمبر پر ۱۹مه ساه ورکړې وه. د هغه د جنازې مراسم د ډېسېمبر پر ۱۹مه په سرښار ډاکه کې وشول چې پکې د لنډ مهاله حکومت مشر محمد یونس په ګډون لسګونه زرو خلکو ګډون وکړو. د رویټرز او فرانسي خبري اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور وګورئ.