په افغانستان کې ایسار پاتې پاکستانيو وګړو پر دواړو حکومتونو غږ کړی چې دوی دې خپلو کورونو ته پرېږدي.
دا هغه خلک دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته د ټولو لارو تړل کېدو له امله هلته بند پاتې دي. هم داسې ګڼ افغان وګړي د پاکستان غاړې ته په دې تمه ناست دي چې لارې به خلاصېږي او دوی به خپل وطن ته ځي.
د افغانستان غاړې ته له ایسار پاتې کسانو څخه د خیبر ضلعې یو اوسېدونکي سمیع الله د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر قانوني اسنادو کابل ته تللی وو خو اوس کور ته نشي ستنېدلای.
ده وویل، "وېزه او پاسپورټ لرم او په مکمله قانوني توګه کابل ته راغلی یم، خو ۷۰ ورځې وشوې چې دلته ګير یم، دلته مو نه څوک ملګري شته او نه مو د اوسېدو بله څه وسیله شته."
سميع الله وويل چې هلته ډېر غريب خلک ګير دي چې هره ورځ د تورخم دروازې ته ځي او ناهیلي ستنېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده؟
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له کبله په ځانګړې توګه د لاریو ډرایوران په لوی شمېر بند پاتې دي. که څه هم لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دواړو غاړو ته به ټول په څومره شمېر ډرایوران ګیر وي خو د دوی په وینا شمېر یې په سلګونو دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ لار له هغه وروسته وتړل شوې چې کله د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۱۲ نیټه د دواړو خواوو ترمنځ جګړه شوې وه.
له خیبر ضلعې د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې دوی دا مسله په قامي اسمبلۍ کې راپورته کړې ده.
د ده په وینا، د پاکستان له وفاقي حکومته یې غوښتي چې له افغانستان سره ټولې لارې نه یوازې د تجارت بلکې د خلکو د تګ راتګ لپاره زر تر زره خلاصې کړي.
د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا ضمانت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالېږي.
خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې ناامني د پاکستان کورنۍ مسله ده او په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري. د دوی په وینا، هیڅ یوه چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پرضد کار واخلي.
د طالبانو د حکومت په نوښت د ډېسېمبر پر ۱۱مه په کابل کې د دیني علماوو غونډې پرېکړه وکړه چې هیڅ یوه چاته اجازه نشته چې له افغانستانه بهر لاړ شي او هلته نظامي یا جنګي فعالیتونه وکړي. هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی وو.