سهېل اپرېدی وايي چارواکو بیا له عمران خان سره له لیدو ګرځولی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي ویلي چې د پنجاب په راولپېنډۍ کې د اډیالې زندان چارواکو یو ځل بیا د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) له بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره لیدو ته نه دې پرېښی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د اعلاوزیر له ټاکل کېدو راهیسې یې ۱۰ ځلې له خپل زنداني مشر سره د لیدو هڅه کړې خو چارواکي اجازه نه ورکوي. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر د ډېسېمبر پر ۱۱مه په یو بیان کې وویل، سهېل اپرېدی له خان سره "سیاسي ملاقات" ته نه پرېږدي. عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه مقدمه کې ونیول شو او بیا ورباندې نورې قضیې هم جوړې شوې. خو هغه ټول تورونه ردوي او وايي، ټولې مقدمې سیاسي انګېزه لري. ویډیويي رپورټ.