د بې پولو خبریالانو سازمان (رپورټرز ود اوټ بارډرز) وايي په تېر یو کال کې په نړۍ کې لږ تر لږه ۶۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
ار اېس اېف د ډېسېمبر پر نهمه په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې دا خبریالان د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې بیا د ۲۰۲۵م کال د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې وژل شوي دي.
په رپورټ کې راغلي چې په وژلو شویو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو کې ۵۳ په جګړو او یا هم د جنايي ډلو له خوا وژل شوي دي.
سازمان دا هم لیکلي دي چې په وژلو شویو کې نېزدې نیمايي یانې ۴۳ فیصده هغه دي چې په غزه کې د اسراییلیو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
رپورټ زیاتوي چې روسیې هم په اوکراین کې د ځايي او نړیوالو خبریالانو وژلو ته دوام ورکړی دی.
رپورټ پر مخ لیکي چې دا وخت په نړۍ کې ۵۰۳ خبریالان زندانیان دي. د رپورټ په وینا، چین تر ټولو زیات یانې ۱۲۱، روسیې د ۲۶ اوکراینو په ګډون ۴۸ او میانمار ۴۷ خبریالان په بند کې ساتلي دي.
د بې پولو خبریالانو سازمان د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر پنځمه په یو راپور کې ویلي وو چې پاکستان په ۲۰۲۵م کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړي دي او دا کار یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې وه.