په شیراني کې د وسلوالو برید کې ۱ سرتېری وژل شوی ۶ ژوبل دي

په ژوب کې د پولیسو سرتېري ولاړ دي - د ارشیف انځور

د بلوچستان چارواکي وايي په شیراني سیمه کې د لیویز ځواک او پولیسو په دوو تاڼو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د شیراني مرستیال (ډېپټي) کمېشنر حضرت ولي کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د شیراني په میرعلي خېل سیمه کې وسلوالو پر دوو تاڼو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. د نوموړي په وینا وسلوالو د لیویز ځواک یو سرتېری هم له ځانه سره بېولی او وسله یې هم وړې ده.

د تازه بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې. په یاده سیمه کې تر دې وړاندې د ترسره شویو ورته مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.