یو افغان امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د حملې په تړاو د خپل جرم اعتراف کړی

په واشنګټن کې پر دېوال د عدلیې وزارت نوم او نښان لګېدلي دي - انځور له ارشیفه.

یو افغان چې د امریکا د اوکلاهوما ایالت په اوکلاهوما ښار کې تېر کال د ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د برید پلان په تور نیول شوی وو، په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت په بیان کې ویلي دي چې ۱۸ کلن عبدالله حاجي زاده د "ترهګرۍ" لپاره د "وسلو" ترلاسه کولو یا "د وسلو د حاصلولو د هڅې" تورونه منلي دي.

بیان وايي، حاجي زاده د افغانستان "تابعیت" او په امریکا کې د "دایمي استوګني قانوني جواز" لري.

د عدلیې وزارت په وینا، نوموړی د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې د نیول شوي بل افغان وګړي نصیر احمد توحیدي ملګری وو او ورسره د برید په پلان جوړولو کې شریک وو.

بیان د عدالتي اسنادو پر اساس وايي چې حاجي زاده او توحیدي د اسلامي دولت (داعش) ډلې له خوا د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې د انتخاباتو پر ورځ د برید لپاره دوه ټوپکونه او ګڼې مرمۍ ترلاسه کړې وې.

وزارت وايي، نوموړی د ګرفتارۍ پر مهال "۱۷ کلن وو" خو د جرم "اعتراف یې په" ۱۸ کلنۍ یعنې "بلوغت کې کړی دی نو ځکه به ورته د بالغانو سزا اورول کېږي."

بیان کاږي، حاجي زاده تر ۱۵ کلونو پورې د بند او ۲۵۰،۰۰۰ ډالرو له سزا سره مخامخېدای شي.

بیان زیاتوي چې توحیدي اوسمهال د حملې د طرحې جوړولو او داعش ته د "مادي ملاتړ" برابرولو په تورونو د مقدمې په انتظار دی او که ورباندې جرم ثابت شي نو د لسګونو کلونو له سزا سره مخامخېدای شي.

د امریکا د عدلیې وزارت د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر اتمه په بیان کې ویلي ول چې ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف‌ بي‌ ای) پلټونکو ته ویلي دي چې له اسلامي دولت ډلې څخه يې الهام اخیستی او د هغې ډلې په ملاتړ يې په نومبر کې د ټاکنو پر ورځ د خلکو پر ګڼه ګوڼه یې د حملې پلان درلود.

د عدلیې وزارت هغه مهال ویلي ول چې د اوکلاهوما ښار اوسېدونکی توحیدي تر هغې وروسته نیول شوی چې اېف بي ای معلومه کړه چې هغه وسلې جمع کولې، د کورنۍ د شتمنیو د حساب تصفیه کولو اقدامات یې کول او خپلې ښځې او ماشوم ته یې افغانستان ته د تګ لپاره یو اړخیز ټېکېټونه اخیستي ول.

د عدلیې وزارت امریکا ته د هغه افغان د ور تګ په اړه جزییات خپاره کړي نه‌ دي، خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویلي ول چې توحیدي د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالو په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی وو.

امریکا هغه ویزه هغو افغانانو ته ورکوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو یا ادارو سره کار کړی وو.