په دوبۍ کې ولې دومره زيات باران وشو؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د اپرېل پر ۱۵مه له باران له امله نه یوازې لارې کوڅې له اوبو ډکې شوې بلکې په سوداګريزو مرکزونو، هټيو، کورونو او نورو ودانیو هم اوبه ننوتلې وې. ویل کېږي چې دا په دوبۍ کې په تېرو شاوخوا ۷۵ کلونو کې تر ټولو زیات باران وو. د موسمیاتو او اقلیمي چارو پوهان وايي چې د دومره زیات باران سبب مصنوعي وریځې نه بلکې اقلیمي بدلون دی. په دې اړه ویډیويي راپور درته وړاندې کوو چې د رویټرز او اسوشيېټېډ پریس له اژانسونو جوړ شوی دی: