د کراچۍ خلک د څښاک اوبه هم په پیسو اخلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې تر دوه کروړه زیات خلک ژوند کوي خو د ښار زیاتره برخو او په تېره بیا پښتون مېشتو سیمو کې خلکو ته د څښاک اوبه نه رسېږي او دوی یا خو په ګرانه بیه اوبه اخلي او یا یې د سمندر تروې اوبه کاروي. په هغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه تروې دي او د څکلو نه دي نو ځکه ورته د نورو ځایونو څخه خوږې اوبه ورځي. د ښار په یو شمېر خلک په ټانکرو او او سوزوکو کې اوبه اخلي او بیا یې تر څو اونیوو پورې کاروي. کراچۍ ته د اوبو ورکولو حکومتي منصوبې له ډېرې مودې راهیسې د ځنډ ښکار دي. ویډیویي رپورټ