د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس د موندلو او استخراج شرکت وايي چې هلته یې د ګیسو نوې ذخیرې موندلې دي. ماړي پېټرولییم کمپني وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی. چارواکي وايي، له هغه ګیسه به پاکستان په کال کې ۲۶۵ مېلیونه ډالر وګټلای شي. نور په رپورټ کې.