د کراچۍ په سمندرګي کې د ورکو ۱۴ کب نیوونکو لټون روان دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له کراچۍ سره نېږدې په عرب سمندرګي کې د کښتۍ له ډوبېدو شاوخوا یوه اوونۍ تېره شوه خو لا هم د ورکو کسانو پته نه ده لګېدلې. هغه کښتۍ د مارچ څلورمې او پینځمې ترمینځ شپې مهال ډوبه شوې وه چې ورڅخه ۳۱ کسان په ژوبل حالت کې وژغورل شول او ۱۴ لا هم ورک دي. د ورکو کب نیوونکو کورنیو له حکومته د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده. د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه وايي چې د ورکو کب نیوونکو د موندلو لپاره عملیات روان دي چې پکې د پاکستان بحري ځواک سرتېري هم برخه اخلي. په عرب سمندرګي کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې پکې کب نیوونکو ته مرګژوبله اوړي. ویډیويي رپورټ.