پي اېس اېل: نن د اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز ترمينځ سيالي کېږي

د لاهور قلندرز لوبغاړي د اسلام اباد یونایټېډ د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د مارچ شپږمې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر اوومه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مارچ پر شپږمه کراچۍ کېنګز کوټه ګلیډیېټرز ته په اووه وېکټو او لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې کوټه ګلېډیېټرز لومړی بیټېنګ وکړ او په ۲۰م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې.

په ځواب کې کراچۍ کېنګز ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د درو لوبغاړو په زيان پوره کړ.

په دويمه لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ ټول لوبغاړي په ۱۹م اوور کې په ۱۴۵ منډو وسوځېدل او لوبه يې بايلله. دا په روان پي اېس اېل کې د لاهور قلندرز لوبډلې لومړۍ بريا وه.

ټاکل شوې چې د مارچ پر اتمه کوټه ګلیډیېټرز او پېښور زلمي لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.