پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خپل مشر پر کور د چاپې ضد مظاهرې کړې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د چاپو پرضد د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي. بل خوا د بلوچستان وکیلان د احتجاج په توګه د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د هغې صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول او له کاروایۍ یې پرېکون (بایکاټ) وکړ. دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان چارواکو تور پورې کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې "ځمکه غصب یا قبضه کړې" چې ورڅخه یې د "کاروایۍ پر مهال بېرته اخیستې" ده، خو د ګوند مخکښان وايي چې د ځمکې د ملکيت ثبوتونه لري. ويډيو رپورټ