زېلېنسکي پر اوکراین د روسي یرغل په اړه د ازادې اروپا راډیو کار ستایلی دی

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي او د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کپوس د فبرورۍ پر ۲۵مه سره لیدلي دي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر اوکراین د روسي یرغل په اړه د ازادې اروپا راډیو د کار ستاینه کړې ده.

زېلېنسکي دا څرګندونې د ازادې اروپا راډیو له مشر سټیفن کپوس سره د فبرورۍ پر ۲۵مه په يوه لیدنه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسيې د يرغل درېيم کال پیل شوی دی.

د ازادې اروپا راډیو خبریال ولاديسلاو یسپېنکو له نېږدې دریو کلونو راهیسې د روسيې تر واک لاندې د اوکراین په کرایمیا کې بندي دی.

ولسمشر زېلېنسکي د هغه په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سیاسي بندیانو او په ځانګړې توګه د خبریالانو د خوشې کولو مسله یې لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا خبره یې په سوېټزرلینډ کې د امن په اړه د راروانې سرمشریزې په اجنډه کې شامله ده.

زېلېنسکي سټیفن کپوس ته دا هم وویل چې له بهرنیو مشرانو سره یې په لیدنه کې تل د اوکرایني بنديانو او په ځانګړې توګه د سیاسي بندیانو د تبادلې مسله راپورته کړې ده.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولي دي.

له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې زرګونه سرتېري وژل شوي دي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.