د پاکستان حکومت د لسګونو درملو بیې زیاتې کړې دي

په نوښار کې یو روغتیايي کارکوونکی د دواګانو نوملړ تیاروي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د ۱۴۶ ژوند ژغورونکو درملو بیې لوړې کړې دي.

لنډمهالي وفاقي حکومت د فبرورۍ پر ۲۱مه د سرطان، واکسینو او د بیکټېریا او نورو جراثیمو ضد (اېنټي بایوټېک) درملو په ګډون د ځينو نورو دواګانو د نرخونو لوړولو اعلاميه خپره کړه.

د پاکستان د روغتيا وزارت چارواکي وايي، د پاکستان د درملو د تنظيم ادارې حکومت ته د ۲۶۲ درملو د بيو لوړولو سپارښتنليک استولی وو، خو حکومت د ۱۴۶ درملو بيې لوړې کړې دي.

تر هغه اقدام وروسته، حکومت د درملو شرکتونو ته اجازه ورکړې چې خپله نرخونه لوړ کړي. په پاکستان کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د درملو بیې لوړې شوې دي چې ولس يې په اړه شکايتونه کړي دي.