د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د درملو د بیو لوړېدو خلاف مظاهره شوې


کوټه: د اپریل پر اوومه د بلوچستان درمل خرڅوونکیو په کوټه ښار کې د هغو کمپنیو پر ضد مظاهره وکړه چې د دوی په وینا د دوایانو بیې یې په بې ساري ډول لوړې کړې دي.

د دغو مظاهره کوونکیو وینا وه چې ځینو درمل جوړوونکیو کمپنیو په تېرو څو میاشتو کې د درملو بیې له ۱۰۰ نیولې تر ۲۰۰ فیصدو پورې لوړې کړې دي. دوی وايي، د ګرانۍ له وجې ناداره خلک د دوایانو په اخیستو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

په کوټه کې د درمل خرڅوونکیو د ټولنې مرستیال مشر لیاقت علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"د ژوند ژغوروونکي ضروري درمل له حده زیات ګران شوي، د غریبانو وسه نه کېږي چې وایې خلي. خلک در په در شول، د علاج وس یې نشته."

نوموړی وايي، دوی د خلکو د ستونزو په پام کې نیولو سره پر احتجاج لاس پورې کړی دی.

ملک روح الله کاکړ د بلوچستان د درمل خرڅوونکیو د ټولنې مشر مشال راډیو ته وویل، دوی پرېکړه کړې، هغه درمل به هېڅ په دوکانونو کې نه ږدي چې بیې یې ۱۰۰ فیصده لوړې شوې دي.

"موږ د دغو دوایانو خلاف علامتي بایکاټ کوو، په خپلو الماریو کې یې نه ږدو، له حکومته غوښتنه کوو چې د دې خلاف دې نوټس واخلي."

د بلوچستان د سوداګرو ټولنه هم د درملو د بیو په لوړولو اندېښمنه ده. د دغې ټولنې مشر عبدالرحیم کاکړ وايي، دا د حکومت کار دی چې د دغو کمپنیو خلاف چې دوایانې یې ګرانې کړي، اقدامات وکړي.

بل پلو، د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د هغو دواسازو شرکتونو خلاف اقدامات پیل شوي چې د دوایانو بیې یې ډېرې زیاتې لوړې کړې دي.

په دې موخه په سند او پنجاب کې د درملو په فابریکو د حکومتي انسپکټرانو د چاپو وهلو لړۍ هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG