پاکستان کې ګڼو ګوندونو په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د فبرورۍ پر ۱۵مه پر خيبر پښتونخوا سربېره د بلوچستان په يوشمېر سيمو او کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول. احتجاج کوونکو تور پورې کړ چې امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ د خپلې خوښې نوماندان بریالي کړي دي. د پاکستان پوځ تر انتخاباتو وروسته د ګوندونو د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. له دې پرته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مشر په ګډون نورو چارواکو او نګران حکومت ویلي دي چې انتخاباتي بهیر په بشپړ ډول روڼ او عادلانه وو. ويډيويي راپور.