تحریک انصاف او جماعت اسلامي انتخاباتو کې د درغلۍ ضد احتجاجونه کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ټګۍ تور په پورې کولو او د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۰مه په کراچۍ او پېښور کې د مظاهرو پر مهال د رایو په شمېر او په نتیجو کې د رد و بدل تورونه پورې کړل چې د انتخاباتي کمېشن د سیند څانګې مشر شریف الله رد کړل. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه وویل انتخاباتي بهیر په بشپړ ډول روڼ او سوله ییز وو. انتخاباتي کمېشن وايي چې که څوک پر نتیجو اعتراض لري نو عدالتونو ته دې ولاړ شي. ویډیويي رپورټ.