تحریک انصاف کراچۍ کې د انتخاباتي نتیجو ځنډېدو ضد مظاهره کړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د پاکستان انصاف غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې انتخاباتو د غیر حتمي پایلو په اعلان کې د ځنډ پرضد د انتخاباتي کمېشن صوبايي دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. دوی وايي چې کمېشن پر شاوخوا یوې ورځې تېرېدو سربېره بشپړې پایلې نه اعلانوي. کمېشن لا د تحریک انصاف د غړو او پلویانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو چارواکو یې مخکې ویلي ول چې د رایو شمېر او د ټولو فارمونو کره کتنه وخت غواړي. د کمېشن چارواکي وايي چې د پایلو اعلانولو په بهیر کې د ځنډ ختمولو هڅه کوي. ویډيويي رپورټ.