په کراچۍ کې خلک خپلې رايې کاروي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فبرورۍ پر اتمه خلک د رايې ورکونې مرکزونو کې خپلې رايې کاروي. په هغه ښار کې د قامي اسمبلۍ پر ۲۲ او صوبايي اسمبلۍ پر ۴۷ څوکيو نوماندان ولاړ دي. هلته په پولېنګ سټېشنونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه شته خو زياتره کسانو د حکومت له خوا د موبايل او انټرنېت خدماتو بندېدو ګام باندې نيوکې کړې دي. ويډيويي رپورټ