په پېښور کې د انتخاباتو له مرکزه ژوندی پوښښ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره عام انتخابات نن د فبرورۍ په اتمه پيل شول. د ملک د نورو برخو په شان په پېښور کې هم خلکو سهار په اتو بجو د رایو اچولو مرکزونو ته ورتګ پیل کړی دی. دا بهیر به بغیر له کوم ځنډه د ماښام تر پنځو بجو پورې روان وي. نګران حکومت د انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره د لکونو په شمېر کې پولیس او امنیتی سرتېري ګومارلي دي. په پېښور کې د انتخاباتو ژوندی پوښښ وګورئ.