د پېښور اوسېدونکي د انتخاباتو په اړه څه نظر لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه عام انتخابات کېږي چې پکې به خلک د صوبايي او قامي اسمبلیو د څوکیو لپاره خپل استازي منتخبوي. دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې خلک د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې د مشکلاتو سره مخامخ دي. په عین حال کې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان هم په زندان کې دی. موږ د انتخاباتو په اړه د پېښور له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.