نیو زیلینډ د کرکټ په څلورمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه

د نیو زیلینډ ډیرېل مېچل او ګلېن فېلېپس د جنورۍ پر ۱۹مه خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

د نیو زیلنیډ د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو په څلورمه لوبه کې پاکستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د جنورۍ پر ۱۹مه د نیو زیلینډ د کرایسټچرچ په هیګلې اوول لوبغالي کې پچه کوربه لوبډلې وګټله خو پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۵۸ منډې وکړې. د هغې لوبډلې محمد رضوان ۹۰، محمد نواز ۲۱ او بابر اعظم ۱۹ منډې وکړې.

د نیو زیلینډ میټ هېنري او لاکي فرګوسن دوه، دوه او ایډم مېلن یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د نیو زیلینډ درې لوبغاړي ژر وسوځېدل او لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه خو وروسته ډیرېل مېچل او ګلېن فېلېپس بیټېنګ ته دوام ورکړ او په ۱۹م اوور کې یې ټاکلی هدف پوره کړ. مېچل ۷۲ او فېلېپس ۷۰ منډې وکړې.

د پاکستان لوبډلمشر شاهین شاه اپرېدي د نیو زیلینډ درې لوبغاړي وسوځول.

د نیو زیلینډ کرکټ لوبډلې وار له مخه په درو سیالیو کې د بریا په ترلاسه کولو لوبلړۍ ګټلې ده.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ پینځمه او وروستۍ ۲۰ اووره سیالي د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه وشي.