د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې پاکستان ته په ۴۵ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.
د جنورۍ پر ۱۷مه د نیو زیلینډ د ډنېډن په یونیورسټي اوول لوبغالي کې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه یې وکړه.
د نیو زیلینډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۲۲۴ منډې وکړې. د هغې لوبډلې فېن ایلن ۱۳۷، ټېم سایفرټ ۳۱ او ګلېن فېلېپس ۱۹ منډې وکړې.
د پاکستان حارث رووف دوه او محمد وسیم جونییر او زمان خان یو، یو نیو زیلینډی لوبغاړی وسوځاوه.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې ۱۷۹ منډې وکړای شوې. بابر اعظم ۵۸، محمد نواز ۲۸ او محمد رضوان ۲۴ منډې وکړې.
د نیو زیلینډ ټېم ساودي دوه او مېچل سینټنر او لاکي فرګوسن یوه، یوه وېکټه واخیسته.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ څلورمه ۲۰ اووره سیالي د جنورۍ پر ۱۹مه او پینځمه یې پر ۲۱مه نېټه وشي.