د ۲۰۲۴م کال ټاکنې به رڼې وي او که نه؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په اتمه عام انتخابات کېږي. د دغو ټاکنو لپاره وار له مخې سیاسي هلې ځلې پیل شوې دي. ځیني ګوندونو کمپاین پیل کړی خو ځیني بیا شکایت کوی چې په انتخاباتو کې د برخه اخیستو مخه یې نیول شوې ده. په پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال له انتخاباتو وروسته ګڼو ګوندونو تور پورې کړی وو چې په هغو ټاکنو کې درغلي شوې وه او د تحریک انصاف ګوند اقتدار ته د رسولو لپاره لاره هواره کړل شوې وه. تر هغې وړاندې د ۲۰۱۳ز کال د عامو ټولټاکنو له پایلو وروسته تحریک انصاف ګوند ویلي وو چې نتیجې نه مني ځکه چې د هغوی په وینا ټاکنې رڼې نه وې. په پاکستان کې هر وار د انتخاباتو پرمهال د درغليو تورونه لګول کېږي، دا چې د اتمې فبرورۍ انتخابات به څومره شفافه وي؟ په دې اړه تفصیلات په دې ځانګړي ویډيويي راپور کې اورېدلی شئ: