اسلام اباد کې د بلوڅانو له لاریون سره څه پېښ شول؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو د احتجاجي لاریون موضوع څېړلې ده. د ډېسېمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې پولیسو پر بلوڅ لاریونوالو تشدد وکړ او لسګونه یې ونیول چې د بشري حقونو سازمانونو یې غندنه وکړه. خو پولیس وايي چې بلوڅانو ورباندې کاڼي وویشتل ځکه یې هغوی ونیول. په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.