د درابڼ اوسېدونکي له حکومته د امنيت د ټينګښت غوښتنه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د ډېسېمبر ۱۲مې تر وسلوال بريد وروسته ځايي خلک په وېره کې دي. په هغه بريد کې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زيات ژوبل شوي ول. د سيمې اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د هغوی په خبره، حکومت يې بايد په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره اقدامات وکړي.