پاکستان قبايل موومنټ وايي، سیند پولیس د افغان کډوالو په نوم پښتانه ځوروي‌

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د پاکستان قبايل موومنټ په نوم ډلې تور پورې کړی چې پوليس په سيند صوبه کې د افغان کډوالو په نوم پښتانه ځوروي. دوی د نومبر پر پنځمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه. دوی وویل چې په سيند صوبه کې پولیس د پاکستان شناختي کارډ لرونکي پښتانه د بې اسناده افغانانو په نوم نیسي. خو پولیس دا تور ردووي. په دې اړه نور تفصیل په ویډیو کې وګورئ