خیبر پښتونخوا کې د امریکا او ملګرو ملتونو په مالي مرسته د کروندګرو روزنیز مرکزونه فعال شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د کرنې ادارې د باجوړ، مومندو، خیبر او تورغر ضلعو په هغو مرکزونو کې د کروندګرو روزنه پیل شوې چې د امریکا او ملګرو ملتونو په مالي لګښت جوړ شوي دي. په مرکزونو کې بزګران د فصل لپاره د ځمکې چمتو کولو، د کښت طریقو، اوبه خور او فصلونو ته د زیان رسوونکو بوټو او حشراتو د مخنیوي روزنه ترلاسه کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.