د کرکټ نړیوال جام کې افغانستان انګلینډ ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه

افغان لوبغاړي د اکتوبر پر ۱۵مه د انګلینډ د عادل رشید تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې افغانستان د انګلستان (انګلینډ) لوبډلې ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډلې په یو ورځنیو سیالیو کې د انګلینډ لوبډله، چې د تېر نړیوال جام اتله ده، ماته کړه. دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

د اکتوبر پر ۱۵مه د نوي دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې سیالۍ د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه انګلینډ وګټله خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.

د افغان لوبډلې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه بیټېنګ وکړ او ځدراڼ په ۱۷م اوور کې د ۲۸ منډو تر جوړېدو وروسته وسوځېد. د افغانستان لوبډله هغه وخت له مشکل سره مخامخ شوه چې تر رحمت شاه وروسته ګربز وسوځېد او بیا په یو وخت کې پر ۱۹۰ منډو شپږ وېکټې پرېوتې وې.

خو په پای کې اکرام علیخېل او راشد خان چټکه لوبه وکړه او منډې یې ۲۳۳ ته ورسولې. تر هغې وروسته علیخېل او مجیب الرحمان ټولې منډې تر ۲۷۷ ورسولې.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۵۰م اوور کې په ۲۸۴ منډو وسوځېدل. ګربز ۸۰، عليخېل ۵۸ او ځدراڼ او مجیب الرحمان ۲۸، ۲۸ منډې وکړې. د انګلینډ عادل رشید درې او مارک ووډ دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې چې انګلستان توپوهنه پیل کړه نو دوه لوبغاړي یې ژر اوټ شول. وروسته ډېوېډ ملان او هیري بروک لوبې ته دوام ورکړ خو ملان په ۳۲ منډو وسوځېد. کله چې جاس بټلر، لېیام لېوېنګسټون او سیم کرن وسوځېدل نو د انګلینډ لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه.

تر دې وروسته مجیب الرحمان کرېس ووکس او هیري بروک وسوځول او د انګلستان ټول لوبغاړي په ۴۰م اوور کې په ۲۱۵ منډو وسوځېدل.

د انګلینډ بروک ۶۶، ملان ۳۲ او رشید ۲۰ منډې وکړې. د افغانستان مجیب الرحمان او راشد خان درې، درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان مجیب الرحمان د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

تر دې یوه ورځ مخکې په بله سیالۍ کې هند پاکستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړې ورکړې وه.

د اکتوبر پر ۱۴مه د ګجرات په احمد اباد کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ خو ټول لوبغاړي یې په ۴۳م اوور کې په ۱۹۱ منډو وسوځېدل. هند د ۱۹۲ منډو هدف د درو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۱م اوور کې پوره کړ.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۶مه د اسټرالیا او سري لنکا لوبډلې او تر دې یوه ورځ وروسته د جنوبي افریقا او نېدرلینډز (هالینډ) لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍد اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.