په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې هند پاکستان ته په اوو وېکټونو ماتې ورکړه.
د اکتوبر ۱۴مې دا سیالي د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه هند وګټله خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.
پاکستان لومړی بېټينګ يا توپوهنه وکړ او د ۱۹۱ منډو جوړولو وروسته يې په ۴۳م اوور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په ځواب کې د هند لوبډلې د درو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۱م اوور کې هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
تر دې يوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر ۱۳مه د نيو زيلينډ لوبډلې بنګلادېش ته په اتو وېکټونو ماتې ورکړه وه.
ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۵مه افغانستان او انګلستان (انګلينډ) په ډيلي کې سره مخامخ شي. دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيلېږي.
د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۱۹مې روانې وي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.
د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.