د پاکستان نګران حکومت له افغانستان او ایران نه د قاچاق مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا کاروباریان د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې له افغانستان سره ټرانزیټ ته دې کتنه وکړي ځکه چې د دوی په وینا دا مهال د افغان ټرانزیټ تجارت په نامه هغه توکي افغانستان ته صادرېږي چې هلته یې ضرورت نشته. دوی وايي، دا توکي بیرته پاکستان ته اړول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران حکومت وايي چې افغان ټرانزیټ ټرېډ او د افغانستان او ایران نه په قاچاقي توګه د سامانونو لېږدولو له وجې د پاکستان اقتصاد ته د اربونو ډالرو تاوان رسېږي.