چترالیان وايي حکومت دې امنیت ټینګ کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټېمبر پر شپږمه په چترال کې پر امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر برید وروسته د سیمې اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنې لري. د پاکستان پوځ وايي، تر برید وروسته یې وسلوال په شا و تمبول، خو تر څلورو ورځو پورې هلته وخت په وخت د ډزو اوزاونه اورېدل کېدل. پوځ او ټي ټي پي په نښتو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې وې چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای. د سیمې د اوسېدونکو څرګندونو په اړه رپورټ.