امان الله ناصر وايي د ټوکو له لارې د ټولنې اصلاح کول غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مشال مرکه کې مو د پښتو نومیالی هنرمند او لیکوال امان الله ناصر مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې د لیکوال او ټېلېوېژني او راډیويي خپرونو د جوړوونکي او اداکار په توګه کار کوي. ناصر د مشال راډیو لپاره اوونیزه مزاحیه خپرونه "پام کوه" هم جوړوي. نوموړي ته په ۲۰۲۳ز کال کې د پاکستان ولسمشر د لسیزو د کار او زیار له کبله د پرایډ اف پرفارمنس په نوم لویه ولسي جایزه ورکړه. امان الله ناصر وايي، د مزاح له لارې د ټولنې د اصلاح هڅه کوي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.