افغانستان کې یوشمېر نجونه انلاین تعلیم ترلاسه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته اوس یوشمېر زده کوونکې پرلیکه یا انلاین تعلیم ترلاسه کوي. طالبانو د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. خو وايي، د نجونو تعلیم په اړه تګلاره جوړوي. خو په افغانستان کې زیاتره وګړي بې وزله دي، پکې انټرنېټ ورو دی او داراز، د برېښنا کمښت یا نه شتوالي له کبله هم زیاتره نجونه انلاین زده کړې نه شي کولای. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.