د اسلام اباد قایداعظم پوهنتون زده کوونکي په احتجاج دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د دوکتورا (پي اېچ ډي) او اېم فېل د سطحو زده کوونکي له یوشمېر ورځو راهیسې د پوهنتون تړلو پرضد په احتجاج دي. انتظامیې د فبرورۍ پر ۲۷مه د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته تړلی وو. زده کوونکي وايي، د پوهنتون تړلو له کبله یې په لېبارټریو کې څېړنیز کار ضایع کېږي. د پوهنتون مشر له احتجاجیانو سره لیدلي دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه تعلیمي اداره به کله بیا پرانیستل کېږي. ویډیويي رپورټ.