د لطیف اپریدي په یاد کې غونډه وشوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کې د عبدالطیف اپریدي په یاد کې یوه غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون وکړو. په غونډه کې پوهانو د ارواښاد لطیف اپریدي پر ژوند، کار او افکارو رڼا واچوله. نوموړی د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د وکیلانو په دفتر یا بار روم کې په ډزو وژل شوی وو. د پېښور پولیسو هغه مهال ویلي وو چې لطیف اپریدی په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او قاتل یې نیولی دی. په دې اړه له پېښوره وسیم سجاد راپور رالېږلی دی.